ایران د ورځې ۱۲۰۰ ناقانونه افغان کډوال افغانستان ته لېږي

ایراني چارواکي وايي، د ورځې ۱۲۰۰ ناقانونه افغان کډوال افغانستان ته لېږي.

دا خبره د ایران یوه رسمي خبري اژانس ایرنا پرون خپره کړې ده.

ایرنا د تایبا ښار د کډوالو د چارو د رئیس محمد عجمي په حواله لیکلي، دا هغه افغانان دي چې د اسنادو د نشتوالي له امله نیول کېږي او بیا د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته استول کېږي.

د خبر له مخې په دوغارون بندر کې چې ۸۰ سلنه افغانان ترې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي، خلکو ته د خدمتونو د رسولو پروسه دوه چنده چټکه شوې ده.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې «ای. او. اېم» هم ویلي چې روان کال تر دې دمه درې لکه او ۶۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي چې ډېره برخه‌یې په اجباري توګه له ایرانه ایستل شوي افغانان دي.