خوست کې په جګړه کې لس وسله وال وژل شوي دي

د خوست چارواکي وايي، د ځاځي میدان ولسوالۍ په ځينو سيمو کې له سیمه والو او افغان ځواکونو سره په جګړه کې لس وسله وال وژل شوي دي.

د خوست د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل چې برید نن سهار څلور بجې پیل شوی او اوس هم روان دی.

طالب منګل وايي، وسله والو مخالفینو په پیل کې پر کلیوالو برید وکړ چې کلیوالو ورسره مقاومت کړی:

"د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې تر لسو پورې وسله وال مخالفین وژل شوي، د سيمې درې تنه ولسي وګړي هم شهيدان شوي او يو بل ژوبل دى. سيمې ته نور امنيتي ځواکونه هم لېږل شوي دي."

خو د ولایتي شورا غړی اصغر اکاخېل د وژل شویو کلیوالو شمېر ۴ کسان ښيې او زیاتوي چې پېښه په يوه غرنۍ سيمه کې شوې چې تګ راتګ ورته سخت کار دى.

ښاغلي اکاخېل زیاته کړه چې وسله وال د کرښې له بلې غاړې رااوښتي وو چې پرمختللې وسلې ورسره وې.

تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دى منلى دى.