جوزجان کې د طالبانو او داعشیان ترمنځ جګړه ۵مې ورځې ته وغځېده

په جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش جنګياليو ترمنځ جګړه پنځمې ورځې ته وغځېده.

دغه جګړه پنځه ورځې مخکې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په «سردره» سیمه کې پیل شوې ده.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل، جګړه اوس هم په شدت سره روانه ده چې دواړو لوريو ته په کې درانه زیانونه اوښتي دي.

ښاغلي غفوري وویل، د دغو دوو دښمنو ډلو ترمنځ په جګړه کې د نارینه جنګیالیو ترڅنګ طالبانو د د داعش د ډلې درې ازبکستانۍ ښځې هم وژلې دي.

د والي وياند وايي، دغې جګړې د ځایي اوسېدونکو پر ورځنیو کارونو ناوړه اثر کړی دی.