د مشرانو جرګې رئیس له حکومته هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د راستنېدو د زمينې برابرولو غوښتنه وکړه.
فضل الهادي مسلمیار نن د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د هېواد روان وضعیت ته په کتو سره هېواد ته د دوستم راستنېدل، د هېواد او حکومت په ګټه دي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن يوه کنفرانس ته وويل، د عبدالرشید دوستم موضوع حقوقي اړخ لري او هیله ده چې عدلي او قضايي ارګانونه په دې اړه معقوله پریکړه وکړي.
بل خوا د عبدالرشید دوستم د دفتر مشر عنایت الله بابر فرهمند ازادي راډیو ته ویلي، د ولسمشر د دوهم مرستيال سرور دانش او عبدالرشید دوستم ترمنځ په انقره کې تر اوسه څلور وارې خبرې شوي چې ډېرو اختلافاتو ته د حل لارې موندل شوي دي.