د هلمند د سولې ولسي حرکت غړو د اوربند په‌پار یو پلاوی پکتیا ته ولېږه

د هلمند د سولې ولسي حرکت، د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړي.

له وسله‎والو طالبانو سره د سولې د هڅو په دوام اوس د هلمند د سولې ولسي حرکت د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د اوربند او سولې په هدف یو پلاوی پکتیا ولایت ته استولی دی.

د دغه حرکت د مشرتابه یو غړي بسم‎الله وطندوست د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه پلاوی جنګي سیمو ته ځي او له دواړو خواوو به وغواړي چې خبرو ته کښېني.

بسم‎الله وطندوست

دی وايي:

"نن د سولې ولسي حرکت یو پلاوی پکتیا ته ځي، بېلابېلو قومونو سره خبرې کوي او وروسته جنګي سیمو ته ځي، څو افغان پوځیان او طالبان راضي کړي چې د سولې خبرې پيل او اوربند اعلان کړي."

دغه شپږ کسیز پلاوی به د پکتیا له بېلابېلو قومونو سره هم خبرې وکړي.

د وطندوست په خبره له پکتیا وروسته به دغه پلاوی یو شمېر نورو جنوبي ولایتونو ته هم ولاړ شي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د هلمند د سولې ولسي حرکت په کابل کې د پاکستان سفارت مخ ته پرلت وواهه.

له دې وړاندې د یاد حرکت غړېو په کابل کې د امریکا او روسیې سفارتونو او دغه شان د ملګرو ملتونو د دفتر په وړاندې هم پرلت وهلی چې هدف یې په ملي او نړیواله کچه د افغانستان سولې ته پام اړول و.

دغه ولسي حرکت له جنګ ځپلي هلمنده حرکت پيل کړ او له سلګونو کیلو متره پلي مزل وروسته د روان میلادي کال د جون په ۱۸مه کابل ته را ورسېد.

په کابل او د لارې په اوږدو کې د نورو ولایتونو لسګونه فعالان هم له دوی سره یوځای شول.

په پېښور کې د افغان کډوالو د سولې فعالانو او د کونړ او لوګر ولایتونو یو شمېر ځوانان بیا دا لیکه په خپلو حرکتونو نوره هم پیاوړی کړه.

د دغه حرکت غړي وايي، د دوی هدف د افغانستان په چارو کې د پردیو د مداخلې مخنیوی او په هېواد کې د سولې ټینګښت دی.

شهزاده مسعود

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان چې له ډلې یې شهزاده مسعود وايي، د سولې د ولسي حرکت دغه قدام به په طالبانو خپل اغېز ولري:

"هر حرکت چې د تل پاتې سولې لپاره کېږي، په ځانګړي توګه د سولې ولسي حرکت د خلکو له هرکلي سره مخ کېږي او باور لرم چې د سولې د ولسي حرکت غړي چې ولایتونو ته ولاړ شي، تاثیر لرونکي به وي او د خلکو له جدي ملاتړ سره به مخ شي."

ښاغلی مسعود زیاتوي، په طالبانو د خلکو فشارونه به د دې لامل شي چې دوی سولې ته غاړه کېږي، که نه نو په خبره یې، څندې ته به شي او په خلکو کې په خپل ځای له لاسه ورکړي.

راپور: رحمت الله افغان