ولسمشر غني د سياسي ګوندونو د خبرداريو په اړه عکس العمل وښود

د افغانستان ولسمشر د انتخاباتو د بهير په اړه د سياسي ګوندونو د خبرداريو په اړه عکس العمل وښود.

محمد اشرف غني نن په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، دا افغانان دي چې د انتخاباتو برخليک به ټاکي:

"څه وخت ولس دوى ته واک ورکړى چې د دوى استازيتوب وکړي. څه يې وکړل په دغو ۴۰ کلونو کې، ځواب دې ورکړي. که غواړئ بحث ته راشئ، يوه واضح او مشخص بحث ته راشئ."

دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې ځينو مطرح سياسي ګوندونو غوښتنه وکړه چې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دې، د انتخاباتو د نوم ليکنې پروسه باطله اعلان کړي، ځکه د دوى په ادعا دغه پروسه ستونزې لري.

دوى ويلي وو، که يې غوښتنې ونه منل شي، دوى به له ټولو امکاناتو په استفاده، په هېواد کې د انتخاباتو پروسې مخه ونيسي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون اعلان کړى چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات به د تلې يا ميزان پر ٢٨مه وشي.