په فراه ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري په سیمه کې ازادي راډیو ته ویلي چې وسله والو مخالفینو تېر ماښام د شېب کوه ولسوالۍ پر يوه اړونده پوسته چې له ایران سره په سرحد کې پرته ده، برید کړی و چې امنيتي ځواکونه دغه برید په شا تمبولى او وسلوالو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ښاغلي مهري د معلوماتو له مخې په دغه نښته کې ۲ سرتېري هم وژل شوي دي.
له فراه ولایت نه د یو بل خبر له مخې، پرون نامعلومو وسله والو د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ملا امام عبدالحمید په ډزو وژلی دى.
امنیتي مسؤلینو ویلي چې پېښه څېړي، څو معلومه کړي چې څوک په کې ښکېل دي.