د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، تېره ورځ په کابل کې د افغان جلغوزیو د صادراتو د پراختیا لپاره د حکومت او سوداګرۍ خونې تر منځ ناسته تر سره شوه.
د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، هڅې کېږي چې له دې وروسته جلغوزي په هېواد کې پروسس او له همدې ځایه نورو هېوادونو ته صادر شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان جلغوزي د پاکستان په مارک له هغه هېواده نورو هېوادونو ته صادرېدل چې د سوداګرو په وینا د افغانستان په اقتصاد يې بد اغېز کړی دی.
ښاغلی پسرلی هم وايي، د افغانستان جلغوزي د پاکستاني سوداګرو له خوا په ارزانه بیه اخېستل کېږي او د پاکستان په نوم چین او نورو هېوادونو ته صادرېږي چې پاکستان له دې لارې سلګونه زره ډالر ګټه کوي.