د کانونو او کرنې وزارتونو تر منځ د یوریا سرې د پلور تړون لاسلیک شو

د افغانستان د کانونو او کرنې وزارتونو تر منځ د یوریا سرې د خرڅولو یو تړون لاسلیک شو.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دغه تفاهم له مخې د ۳۸۶ میلیونو افغانیو په ارزښت ۲۰زره مټرېک ټنه د یوریا سره د کانونو له وزارت څخه پیري.

د افغانستان د کانونو وزارت دا اندازه سره د بلخ د سرې او برښنا له فابریکو پوره کوي.

د کرنې وزارت وايي، د دغې سرې په ویشلو سره به د هېواد د ۲۰۰ زره بزګرانو اړتیا پوره شي.