اوباما د منډیلا لمانځلو لپاره د مراسمو په جوړولو کې مرسته کوي

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما به د جنوبي افریقا د اپارتاید یا توکمپالنې ضد مشر او پخواني ولسمشر نیلسن منډیلا د لمانځلو لپاره د نوموړي د سلمې کالیزې د مراسمو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د جولای اتلسمه چهارشنبه د نیلسن منډیلا د زوکړې ورځ ده.

منډیلا چې په ۲۰۱۳ میلادي کال سا پرې کړه، د خپل ژوند ۲۷ کلونه په بند کې تېر کړي و.

د ده سلمه کالیزه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې لمانځل کېږي.