نیلسن: روسیه د امریکایانو په منځ کې د درز پیدا کولو هڅې کوي

د امریکا د کورني امنیت وزیره کرسټن نیلسن

د امریکا د کورني امنیت وزیره وايي، د متحدو ایالتونو استخباراتي چارواکي د روسیې له لوري پرله پسې هڅې ویني چې له ټولنیزو رسنیو او نورو منابعو څخه د امریکایانو په منځ کې د درز پیدا کولو لپاره کار اخلي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټن نیلسن پرون شنبه په فیلادلفیا کې یوې غونډې ته وویل، روسان له ټولنیزو رسنیو، د خواخوږۍ په ژبه او نورو لارو کار اخلي چې د امریکایانو په منځ کې اختلاف او درز رامنځته کړي.

دې په عین حال کې وویل چې دا هلې ځلې خامخا پر خاصو سیاستوالو یا سیاسي کمپاینونو متمرکزې نه دي.