ارګ په فاریاب کې د ویډیويي تصویرونو په اړه د څېړنو لارښوونه کړې

ارګ وايي، ولسمشر اشرف غني د هغو ویډويي تصویرونو په اړه د څېړونو لارښوونه کړې چې ویل کېږي په فاریاب کې د ملي اردو د سرتېرو له‎خوا د ځینو کسانو د نیولو په اړه دي.

ادعا شوې چې په تصویرونو کې د افغانستان د ملي اردونو ځانګړي سرتېري د نیول شوي قوماندان نظام الدین قیصاري د ساتونکو د وهلو ډبولو په حال کې لیدل کېږي.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل:

"هغه څه چې په فاریاب کې د ځینو کسانو د نیولو پر مهال پېښ شوي، دا د ځینې افرادو سرغړونه ده، خو په کُلي توګه د افغانستان امنیتي او دفاعي لیکو کې مسلکي کسان دي."

ارګ په‎دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي، حکومت ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر ډول چلند چې د هېواد د نافذه قوانینو او اصولو سره په ټکر کې وي د منلو نه‎دی او ترسره کوونکي یې مسؤل دی.

له بلې‎خوا د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، د فاریاب د قضیې په اړه یو پلاوی ټاکل شوی او د پېښې د عاملینو د معلوملو لپاره څېړنې روانې دي.