ایران وايي د عراق پولي ته نېژدې یې ۳ مشکوک وسله وال وژلي

د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، د شنبې په ورځ یې د دې هېواد په لویدیځ کې د عراق پولي ته نېژدې درې تنه مشکوک وسله‎وال د عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.

د ایران دولتۍ رسنۍ ایرنا د دې هېواد د سپاه پاسداران انقلاب د یوې خبرپاڼې په حواله ویلي چې "د انقلاب ضد ترهګرو" ایران ته په اوښتو د کرمانشاه په سیمه کې د بریدونو پلان درلود.

په خبرپاڼه کې د وسله‎والو د هویت په اړه څه نه‎دي ویل شوي، خو مخالف کُردي جنګیالي د عراق سره د ایران په پوله کې فعال دي.