دفاع وزارت: په پکتیا او ننګرهار کې د ملکي تلفاتو ادعا څېړل کېږي

جنرال محمد رادمنش

د دفاع وزارت وايي، پکتیا او ننګرهار ته یې پلاوي استولي، څو د هغو راپورونو څېړنه وکړي چې وايي، دغلته په هوايي بمباریو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په تېرو دوو ورځو کې د سیمه‎ییزو چارواکو او ځايي خلکو له قوله د پکتیا په زرمت او د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالیو کې د هوايي بمباریو له کبله د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول.

ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د دواړو پېښو په اړه د تحقیقاتو سپارښتنه کړې.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش وايي، د ولسمشر د لارښوونې سره سم دواړو سیمو ته څېړونکي پلاوي استول شوي دي.

نوموړی زیاتوي:

"د ولسمشر په حکم پلاوي تللي دي. تر اوسه په قرارګاو کې دی. باید له یو لړ تدابیرو سره د پېښو سیمو ته ورشي. نو دا پلاوي سیمو ته لا نه‎دي رسیدلي، خو څېړنې روانې دي."

ښاغلي رادمنش وویل، دا ډول عملیات ډېر کله نړیوال ځواکونه له افغان ځواکونو سره په هماهنګۍ کوي او هغوی هم ښايي په‎دې اړه څېړنې وکړي.

د پکتیا په زرمت او د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په مېمله سیمو کې ځايي خلکو رسنیو ته ویلي چې دغلته هوايي بمباریو پر وسله‎والو سربېره ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او د خلکو کورونه یې ویجاړ کړي دي.