د ټرمپ او پوتین په اړه د کانګرس د یو شمېر غړو غوښتنه رد شوه

سپینې ماڼۍ د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د کتنې د لغوه کېدو په اړه د کانګرس د مخکښو غړیو غوښتنه رد کړه.

د کانګرس غړیو د هغو تورونو په خاطر د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د کتنې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه چې پر اساس یې د لومړي ځل لپاره د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د حکومت د مستقیمې لاس‎وهنې رسمي ادعا شوې ده.

د روسیې ۱۲ پوځي استخباراتي مامورین د جولای په ۱۳مه د ډونالډ ټرمپ د سیال دیموکرات ګوند په زیان د هک کولو او د زرګونو سندونو او ایمیلونو په خپرولو رسماً تورن شول.

خو ټرمپ چې د روسیې له ولسمشر سره په فنلنډ کې تر کتنې مخکې اوس په سکاټلنډ کې دی، په یوه ټویټري پیغام کې وویل چې دا کار د اوباما د حکومت پر مهال شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په سکاټلنډ کې وویل چې د جولای په شپاړسمه به په هلسنکي کې د دواړو ولسمشرانو کتنه له مهالوېش سره سمه وشي او دا ډېره مهمه ده چې ټرمپ او پوتین سره ویني.