افغان حکومت د قیصاري د ساتونکو د وهلو ډبولو په اړه څېړنې کوي

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

افغان حکومت وايي، د هغو ویډیويي تصویرونو په اړه څېړنې کوي چې په کې د د پوځي یونیفورم لرونکي سرتیري د څو تنو چې ادعا کېږي په فاریاب کې د نیول شوي قوماندان نظام الدین قیصاري ساتونکې دې د وهلو ډبولو په حال کې لیدل کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د هغو ویډیويي تصویرونو له خپرېدو وروسته چې په کې یوه ډله سرتېري د څو نورو کسانو د وهلو ډبولو په حال کې لیدل کېږي، ارګ او د افغانستان د دفاع وزارت وايي په دې اړه څیړنې کوي.

ادعا شوې چې په تصویرونو کې د افغانستان د ملي اردو ځانګړي سرتېري په شمال کې د نیول شوي قوماندان نظام الدین قیصاري د ساتونکو د وهلو ډبولو په حال کې لیدل کېږي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني اړوند ادارو ته لارښوونه کړې، څو فاریاب ولایت کې د نیول شوېو کسانو د خپرو شویو تصویرونو په اړه څېړنې وکړي او راپور له اعلی سرقومغندانۍ سره شریک کړي.

ښاغلي مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ولسمشر په یوې اعلامیې کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو چلند باید د هېواد له نافذو قوانینو سره برابر وي، او ټول اسلامي او بشري موازین باید مراعت کړي. هغه څه چې په فاریاب کې د ځینو کسانو په نیول کېدو کې پېښ شوي، دا د ځینو افرادو له خوا سرغړونه ده، خو په مجموعي توګه زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه مسلکي کسان دي او له قانون سره سم چلند کوي."

جنرال رادمنش

بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د خپرو شویو تصویرونو د سپیناوي لپاره یې څیړنې پیل شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډیو وویل، دا ویډیويي تصویرونه په دفاع وزارت کې کتل شوي، په لومړنۍ لیدنه کې داسې نه ښکاري چې یونفیورم لرونکې کسان دې د افغانستان کومانډو سرتېري وي، ځکه کومې نظامې یونیفورم لرونکي کسان چې ویډیو کې څرګندیږي دا د زموږ د کومانډو سرتېرو یونیفورم نه دی.

خو دا چې دا کسان څوک دي؟ د ښاغلي رادمنش په وینا په اړه یې سیمې ته پلاوی تللی دی او د څېړنو نتایج لا له دوی سره نه دي شریک شوي.

نظام الدین قیصاری

نظام الدین قیصاري چې په شمال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم استازی او له نوموړی سره تړلی قوماندان دی، په وروستیو کې د ځینو سرغړونو په تور د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو او کابل ته انتقال شو.

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر رئيس عنایت الله بابر فرهمند ازادي راډیو ته وویل، قیصاري په فاریاب کې د ملي اردو په لېوا کې دننه نیول شوی دی او دا ویډیويي تصویرونه هم د لېوا دننه اخېستل شوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې که حکومت په دې اړه اقدامات ونه کړي دوی به د بشري حقونو سرچینو ته دا ویډیويي تصویرونه او نور اسناد وسپاري، څو هغوی معلومه کړي چې زور زیاتی د چا له خوا او څنګه شوی دی:

"که حکومت د دې تصویرونو د تشخیص په برخه کې اقدامات نه کوي. بیا نورې بشري ادارې شته چې هغوی معلومه کړي په خپرو شويو تصویرونو کې لیدل کیدونکي کسان د اردو، ملي امنیت او یا بلې کومې ډلې اړوند دي."

د یادونې وړ ده چې په فاریاب کې د جنرال دوستم سره د تړلي ځايي قوماندان نظام الدین قیصاري له نیولو وروسته په فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان او نورو سیمو کې یو شمېر خلکو اعتراضونه او مظاهرې کړي او له حکومته د قیصاري د خوشې کېدو غوښتنه کوي.