د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د بېلا بېلو ناروغیو او افاتو د تشخیص او د کرنیزو تولیداتو د کیفیت د معلومولو په هدف په کابل کې د لابراتوارونو يو کمپلکس جوړ کړی دی.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه کمپلکس کې چې ۱۳ لابراتوارونه په کې شامل دي، ټاکل شوې چې تر راتلونکو څو میاشتو پورې د کابل په بادام باغ کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د ښاغلي رستمي په خبره، دغه کمپلکس چې پرې څه باندې څلور سوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، په کې د طبعیي افاتو د پېژندلو،د کرنیزو تولیداتو د ټيست او د مېوو د صادراتو په برخه کې د اسنادو د صدور او اسانتیاوو رامنځته کولو برخې شاملې دي.
د ده په خبره، د ياد کمپلکس په فعالېدو سره به د کرنیزو افاتو مخنیوي وشي او با کیفیته محصولات به بازارونو ته وړاندې شي.