ټرمپ او ترزا مې: له ایران سره نور څه کولائ شو؟

دونالد ټرمپ او د بریتانیې د صدراعظمې تریزا می

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ وايي د بریتانیې له صدراعظمې، ترزا مې سره په کتنه کې یې غوښتنه کړې چې پر ایران فشارونه جاري وساتي او ایران باید هېڅ کله هم اټمي وسلې ونه لري.

ډونالد ټرمپ پرون جمعه د بریتانیې د صدراعظمې په کور کې له هغې سره وکتل او بیا دواړو خبریالانو ته معلومات ورکړل.

په همدې حال کې، زرګونه کسانو په لندن کې د ټرمپ پر ضد مظاهرې وکړې.

د بریتانیې صدراعظمې، ترېزا مې وویل چې له ولسمشر ټرمپ سره یې پردې چې د ایران په ارتباط نور څه کولائ شي، بحث کړی دی.

دواړو مشرانو همدا راز پر روسیه خبرې کړې دي.

ډونالد ټرمپ مخکې ویلي و چې د بریتانیې او امریکا روابط "ډېر پیاوړي" دي خو له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو پر پرېکړه"برکزت" یې نیوکې کړې وې.

له صدراعظمې ترېزا مې سره تر کتنې وروسته، ډونالد ټرمپ او د هغه مېرمن، مېلانیا ټرمپ له ملکې، دوهمې الېزابت سره د کتنې لپاره وسنزر ماڼۍ ته ورغلل.