د افغانستان دفاع وزارت د ناټو له هغې پرېکړې چې له مخې به یې تر ۲۰۲۴ کاله افغان ځواکونو سره مالي مرستې کوي، هرکلی کوي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې له افغان ځواکونو سره د نړیوالو په ځانګړې توګه، د ناټو په مالي مرستو سره به افغان ځواکونه تر ۲۰۲۴ کاله په خپلو پښو د درېدو جوګه شي.
محمد رادمنش
د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په بروکسل کې له افغان ځواکونو سره د ناټو د اوږد مهالو مالي مرستو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه:
"کله چې دوی له موږ سره تر ۲۰۲۴ کاله مرستو ته دوام ورکړي، د افغانستان اردو به په پښو درېږي، بیا موږ کولای شو چې د افغانستان په جغرافیه کې په معیاري ډول دنده ترسره کړو، کله چې دندې په ښه توګه ترسره شي، ترورېزم به وځپل شي، دا به د افغانستان او نړۍ لوی ویاړ وي، نو په یقین سره یې موږ هرکلی کوو."
ناټو او شریکانو یې د بروکسل په غونډه کې د افغانستان د ځانګړو پوځیانو او هوایي ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ، ترڅو د نړیوال ترورېزم پرضد خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.
افغان چارواکو او ناټو ویلي دي چې د ځانګړو افغان ځواکونو شمېر به دوه برابره او هوایي ځواکونه به درې برابره زیات کړي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د اوس لپاره تر ۱۶۰۰۰ څه زیات بهرني ځواکونه شته چې افغان امنیتي ځواکونه روزي، هغوی ته سلامشوره ورکوي او ملاتړ یې کوي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یوشمېر غړي که څه هم د افغانستان له اردو سره د ناټو له تازه ژمنو هرکلی کوي، خو وايي چې د مالي مرستو په خوا کې باید د سولې لپاره هم کار وشي.
د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډيو ته وویل د افغان ځواکونو بشپړ تجهیز به د جګړې زاویه تغیر کړي.
صالح محمد صالح
نوموړی وایي:
"د بروکس او ناټو د بلې هرې غونډې پرېکړې باید تعقیب او عملي شي، د ژمنو په عملي کېدو سره باید زموږ هوايي او نور ځواکونه فعال او په پښو ودرېږي او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي."
ښاغلی صالح زیاتوي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د پرمختګ، امنیت او ثبات لپاره پر پوځي لارې سربېره د سولې لپاره دیني، مذهبي او سیاسي حل لارې چارې ولټوي.
راپور: رحمت الله افغان