حاجي اسلم به د کورنيو چارو وزير څنګه له کاره ګوښه کړي؟

د حاجي اسلم په نوم د نشه يي موادو يو قاچاق کوونکی د پوليسو له یوه جنرال سره پټه انډيوالي لري، هغه ته زنګ وهي چي د دوی دوه قاچاق کوونکي پولیسو نيولي او بايد دی يې ورته راخوشي کړي.

خو جنرال ورته وايي چې د هغوی دوسيې اوس رسمي شوي او يوازې د کورنيو چارو وزير يوه لاره ورته جوړولای شي.

حاجي اسلم ګواښ کوي چې د کورنيو چارو وزير به خامخا له کاره ګوښه کوي.

دا چي حاجي اسلم به د کورنيو چارو وزير څنګه له کاره ګوښه کړي او وروسته به څه پېښه شي، دا به په ډرامه کې واورو چې عبدالنافع همت ليکلې ده.

د دې ډرامې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان ډرامه