ارجنټاین وایي، له روسیې یې د علي اکبر ولایتي د نیولو غوښتنه کړې

د ارجنټاین د بهرنیو چارو وزارت وايي، له روسیې یې غوښتي دي چې د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر علي اکبر ولایتي ونیسي او ارجنټاین ته یې وسپاري.

د ارجنټاین د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، علي اکبر ولایتي په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د دې هېواد په پلازمېنه بونس ایرس کې په بمي چاودنه کې په لاس لرلو تورن دی.

علي اکبر ولایتي چې دا مهال د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي لوړپوړی سلاکار دی، د پنجشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو کې و او ټاکل شوې چې نن له روسیې څخه چین ته ولاړ شي.

د ارجنټاین د بهرنیو چارو وزارت وايي، له مسکو څخه د خپلې غوښتنې د ځواب تمه لري او له چین څخه یې هم د علي اکبر ولایتي د نیولو غوښتنه کړې.

په ۱۹۹۴ میلادي کال کې چې کله علي اکبر ولایتي د ایران د بهرنیو چارو وزیر و، د هماغه کال د جولای په میاشت کې په بونس ایرس ښار کې د ارجنټاین – اسرائیل په شریک انجمن کې چاودونه وشوه چې ۸۵ کسان په کې ووژل شول او ۳۰۰ نور یې ټپیان کړل.

دا د ارجنټاین په تاریخ کې تر ټولو ستره ترورېستي حمله بلل کېږي.

هغه مهال د ارجنټاین څارنوالانو علي اکبر ولایتي ددې برید اصلي طراح بللی و.