چارواکي: په غزني کې د طالبانو یو مشهور قوماندان وژل شوی

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې تېره شپه د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان نوید احمد حقاني وژل شوی دی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ څخه ازادي راډيو ته په استولي خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قوماندان تېره شپه د غزني ښار په قلعه قاضي سیمه کې له افغان پوځ سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نوید احمد حقاني په غزني ښار کې بریدونه ترسره کول چې یو زیات شمېر افغان سرتېري او دولتي کسان یې په نښه کړي وو.

خبرپاڼه زیاتوي، د نوید احمد حقاني په وژلو سره به په دغه ولایت کې امنیت بهتر شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.