ټرمپ وايي ناټو یې د دفاعي لګښتونو زیاتولو غوښتنه منلې

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ناټو د سرمشريزې پر مهال د ده تر انتقادونو وروسته د دې اييتلاف غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو د زياتولو غوښتنه منلې ده.

ده نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو متحدانو سره تر نه پلان شوي بېړنۍ غونډې وروسته وويل چې د دې ائتلاف غړو منلې چې له خپل وخت مخکې به د کورنيو ناخالصو عوايدو دوه فېصده په دفاعي برخه کې مصرفوي.

ناټو په ۲۰۱۴ کال کې ويلي وو چې تر ۲۰۲۴ پورې به د خپلو کورنیو ناخالصو عوايدو دوه فيصده پر دفاعي برخه مصرفوي.

ټرمپ زياته کړه چې ناټو به اضافي درې ديرش میليارده ډالر د دفاع لپاره ځانګړي کړي.

د هغه په وینا تر دې ژمنو وروسته ناټو متحده، قوي او بې ستونزو ده.