د پاکستان مسلم لېګ «ن» ګوند وايي د پنجاب حکومت یې سلګونو کارکوونکي نيولي دي او په دې کار سره يې د دوی انتخاباتي کمپاين ته خنډونه جوړ کړي دي.
د دې ګوند يوه مشر مشاهد حسین نن د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل چې سبا ماښام د نوازشریف او د هغه لور مريم نوازشريف له لندنه لاهور ته ستنېږي او حکومت کوښښ کوي چې غړي يې هرکلی ونه کړي.
په داسې حال کې چې د جولای په پنځه ويشتمه انتخابات کېږي، محکمې پخواني صدراعظم نوازشريف د درغليوو په قضيو کې په لسو کلونو او د ده لور مريم نواز په اوو کلونو بند محکومه کړه.
د پنجاب وزیر اعلی حسن عسکري له «ډان» ټلوېزيون سره پرون په يوه مرکه کې وويل چې دی د مسلم لېګ «ن» د غړو له نېول کېدو نه دی خبر.