نن د پنجشنبې ورځې مازدیګر د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې یاد عملیات تېره شپه او نن ورځ ترسره شوي او په زرمت کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات اوس هم روان دي.
ښاغلي حسرت زیاته کړه چې د احمدابا په ولسوالۍ کې ۵۵ وسله وال وژل شوي چې په دې کې د طالبانو د سرې قطعې جنګیالي او د دوی یو شمېر قوماندانان هم شامل دي.
ده وویل، په زرمت کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات چې اوس هم روان دی، د دوی د معلوماتو پر بنسټ په کې ۴۶ وسله وال وژل شوي دي.
ده د عملیاتو سیمې د زرمت شموزي، پاټک، هیبت خېل او یمني خېل یادې کړې.
د پکتیا د والي ویاند وویل چې په زرمت کې د جګړې له اوضاعو داسې معلومېږي چې ممکن پدې سیمه کې د وسله والو مرګ ژوبله تر دې هم لوړه وي.
ده وویل چې په دې باب به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک شي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د یادو عملیاتو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.