نن د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په سرمشريزه کې د دې ايتلاف پر غړو هېوادونو یو ځل بیا انتقادونه وکړل.
رويټرز خبري اژانس د دوو سرچينو له خولې چې نومونه يې نه دې اخيستي، ويلي چې ټرمپ د اروپا د سوداګرۍ او د ناټو غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو پر څرنګوالي انتقاد کړی.
ټرمپ د جولای مياشتې په دولسمه نېټه وويل چې ناټو بايد د ۲۰۲۵ کال پر ځای سمدستي د خپلو کورنيو ناخالصو عوایدو دوه فیصده د دفاعي لګښت لپاره مصرف کړي.
ټرمپ تر دې مخکې ويلي وو چې ناټو دې په ۲۰۱۴ کال کې کړې هغه ژمنه ترسره کړي چې ويلي يې وو تر ۲۰۲۴مېلادي کال پوري به د خپلو کورنيو ناخالصو عوايدو دوه فيصده د دفاع په برخه کې مصرفوي.