د پنجشېر ولایت په خينج ولسوالي کې د مځکې ښويېدو په پېښه کې لږ تر لږه لس کسان مړه شوي او شا او خوا درې سوه کورونه له منځه تللي دي.
د بېړنیو مرستو او ژغورونکو ټيم د هليکوپټرو له طريقه دغې سيمې ته لېږل شوی.
د طبيعي پېښو د ملي ادارې وياند عمر محمدي نن ويلي چې ژغورونکي ټيمونه په سيمه کې ورک او په خټو کې بند کسان لټوي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر د اعلاميې له مخې، ولسمشر چې اوسمهال په بروکسل کې دی، له هغه ځايه امر کړی چې د پېښې قربانيانو ته بايد مرسته ورسول شي.