د جرمني يو وزير چې د پناه غوښتونکو پر وړاندي سخت دريځ لري، وروسته له هغه تر فشار لاندي شوی چې یوه رد شوي افغان پناه غوښتونکي وروسته له هغه ځان وواژه چې افغانستان ته په زوره ستون کړای شو.
د جرمني د حکومت مخالف ګوندونو د کورنیو چارو له وزير هورست سي هوفر Horst Seehofer څخه غوښتي چې له دې پېښې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړي.
۲۳ کلن افغان چې په جرمني کې يې د پناه غوښتنه رد شوې وه، د سې شنبې په ورځ په کابل کې ځان وواژه.
ده په جرمني کې اته کاله تېر کړي وو، خو د پناه غوښتنه يې رد شوې وه.
دا پېښه وروسته له هغه شوې چې جرمني د جولای مياشتې په څلورمه نېټه ۶۹ افغانان بيرته افغانستان ته ستانه کړل.
سي هوفر چې د پناه غوښتونکو پر وړاندي دريځ لري، د دغو کسانو د بيرته ستنولو هرکلی کړی وو او ويلي يې وو چې ۶۹ افغانان د ده په ۶۹مه کليزه ستانه شول.
د ازاد ډموکراټ ګوند مشر ګید جينسن Gyde Jensen ويلي چې د سي هوفر خبرې ښکاروي دی پر ناسمه دنده ګومارل شوی دی او د دای لينک ګوند مشر يان کورتې Jan Korte ويلي چې وخت رارسېدلی سي هوفر له خپلې دندې ليري شي.