د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه پیل شوه.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب برخه اخېستې ده.
د ناټو د ۲۹ غړیو هېوادونو او د هغو هېوادو مشران چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ځواکونه لري، نن د افغانستان پر سولې، ثبات او د افغان ځواکونو د حمایت په اړه خبرې کوي.
تردې دمه د پوځیانو د زیاتېدو په اړه اوکراین اعلان وکړ چې افغانستان ته به د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې اتلس نور روزونکي ولېږي چې په دوی کې به ډاکټران او انجنیران هم وي.
تردې مخکې پرون د غونډې په لومړۍ ورځ د بریتانیا صدراعظمې ټرزا مې ویلي و چې ۴۴۰ نور سرتېري به یې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته ولاړ شي.
د سولې په اړه تمه ده چې نن د غونډې په ترڅ کې له ولسمشر اشرف غني سره د ناټو مشران او د هغوی شریکان خبرې وکړي.
په دې خبرو کې به تر ډېره د سولې پر هغه وړاندیز بحث وشي چې ولسمشر غني د فبروري په اته ویشتمه طالبانو ته کړی و، همدا راز به طالبانو ته د افغان حکومت د اوربند د وړاندیز پر مسئله خبرې وشي.
افغان ولسمشر په روژه کې طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ چې بیا طالبانو هم د اختر په درېیو ورځو کې پلی کړ، خو وروسته یې د حکومت له غوښتنې سره سم دا اوربند تمدید نه کړ.