نامعلومو کسانو د لوګر په مرکز پُل علم کې د نجونو او هلکانو يوې لېسې ته اور اچولى دى.
ويل شوي چې په دې لېسه کې تر ١٠٠٠ زياتو زده کوونکو درس وايه.
د لوګر د پوهنې رياست وايي، دغه پېښه تېره شپه د مرکز په دوه کيلومترۍ جويک سيمه کې شوې ده.
د دغه رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې وسله وال کسان ښوونځي ته تر ننوتلو وروسته ملازم تړلى، بيا يې د ښوونځي ودانۍ ته اور اچولى دى.
په پېښه کې د لېسې ټول لوازم، تحويل خانه، په سلګونو ټوکه ديني او نور کتابونه سوځېدلي دي.