د سولې ولسي حرکت غړو نن پنجشنبه په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته خپل پرلت يا تحصن پيل کړ.
د دغه حرکت وياند بسمالله وطندوست ازادي راډيو ته وويل چې د برخهوالو شمېر يې زرګونو ته رسېږي.
ښاغلى وطندوست وايي، د پاکستان سفارت مخې ته به د دوى پرلت تر نامعلومې مودې روان وي.
دغه حرکت په کابل کې د روسيې او امريکا د سفارتونو، تر هغه مخکې د ملګرو ملتونو د مرستندوى مأموريت يا يوناما د دفتر مخې ته دې ته ورته اعتراض کړى و.
د سولې ولسي حرکت غړي وايي هڅه کوي په افغانستان کې د جګړې بهرني او داخلي لوري سولې او پخلاينې ته وهڅوي.