خوګیاڼی: جلال‌اباد کې د اور لګېدو په پېښه کې يو ماشوم مړ شوى

نن پنجشنبه سهار د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د اور لګېدو په پېښه کې يو ماشوم مړ شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي وايي، د اور وژنې مأمورين پر وخت سيمې ته رسېدلي او د نور مالي او ځاني زيان مخه‌يې نيولې ده.