په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د مشرانو غونډه پیل شوه

په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د مشرانو غونډه چې د افغانستان په اړه هم بحث کوي، نن چهارشنبه پیل شوه.

د افغانستان پر موضوع به د دې سرمشریزې سبانۍ غونډه کې بحث وشي.

په دې بحثونو کې تر ۲۰۲۰ میلادي کال وروسته، د افغانستان له پوځ سره د ناټو د مرستو پر دوام او افغانستان ته د ناټو د لا ډېرو پوځي روزونکو پر استولو تمرکز کېږي.

د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې د بروکسل سرمشریزې ته په رسېدو افغانستان ته د بريتانوي ځواکونو د استولو په اړه خبریالانو ته وویل:

"موږ نن اعلان کوو چې خپل ۴۴۰ نور سرتېرې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ته لېږو."

افغان ولسمشر اشرف غني به سبا په دغه غونډه کې وینا وکړي.