امریکا: سعودي د افغان سولې د ټینګښت په برخه کې مهم رول لوبولای شي

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د سولې په پروسه کې د سعودي عربستان د رول ستاینه کړې ده او وایي چې سعودي عربستان کولای شي چې د افغانستان د سولې د ټینګښت په برخه کې مهم رول ولوبوي.

په هغه مکتوب کې چې د امریکا دفاع وزارت د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته لېږلی، راغلي چې ډېر د خوښۍ ځای دی چې د حرمین شریفین خادم د افغانستان د بحران د هواري په برخه کې مخکښ دی.

د امریکا دفاع وزارت په دې مکتوب کې په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو غونډې ته اشاره شوې او ویلي یې دي چې دا اقدام کولای شي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره اغېزمن تمام شي.