د افغانستان د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې او طبیعي منابعو کمېسییون وايي، د هرات ولایت د مالګې د کان د کېندلو د تړون لهمنځه وړل، د ملي ګټو خلاف دي.
دغه کمېسیون وايي، د یوه افغاني شرکت لهخوا د هرات ولایت د غوریانو په ولسوالۍ کې د رسوبي مالګې د کان کېندنه د خلکو، خصوصي سکټور او دولت په ګټه وه.
د دغه کمېسیون رئيس محيالدین مهدي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۰» د جرګې په عمومي غونډه کې د کانونو د کېندلو په اړه، د کمېسیون د ارزونو له مخې وویل، د دغه کان د کېندلو د شوي تړون لهمنځه وړل د قانون خلاف عمل دی.
ښاغلي مهدي وویل، دا د پوښتنې وړ ده چې ولسي جرګه باید پوهه شي چې د هرات ولایت د رسوبي مالګې د کېندلو تړون ولې له یوه افغاني شرکت سره وشو او کله چې داوطلب شرکت شااوخوا شپږ میاشتې په دغه کان کې کار وکړ، د تړون لهمنځه وړلیې څه معنی لري؟
دی زیاتوي:
"د هرات ولایت د مالګې د کان د کېندلو د تړون د لهمنځه وړلو دلیل څه و؟ حال دا چې دغه کان یو رسوبي کان دی او نهشي کېدای چې د ولسمشر په یوه شفاهي امر دې لهمنځه یوړل شي."
ښاغلي مهدي وویل، کانونه د افغانستان ترځمکې لاندې ستره پانګه ده چې په کېندلو سرهیې له یوې خوا د حکومت اقتصاد وده کوي او له بلې خوا پهکې ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.
د حکومت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د هرات ولایت د رسوبي مالګې د کان کېندلو د تړون لهمنځه وړل یوازنی اقدام نهدی، بلکې پخوا تر دې هم ځیني پخواني تړونونه چې د پانګې اندازهیې لږه وه، د افغانستان د اقتصادي شورا لهخوا بیاځلي ارزول شوي او تړونونهیې لهمنځه وړل شوي دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ازادي راډیو ته وویل، د هرات ولایت د رسوبي مالګې د کان د کېندلو تړون یو وړوکی تړون و او حکومت چمتو دی چې دغه افغاني شرکت ته په نورو برخو کې د فعالیت زمینې برابرې کړي.
مطفي زیاته کړه:
"زموږ د ارزونو په نتیجه کې جوته شوې چې په هغه سیمه کې موږ قیمتي منرالونه او فلزات لرو چې لویه اقتصادي ګټه ترې پورته کولای شو، په دې اساس، د هرات ولایت تړون لهمنځه یوړل شو، موږ کولای شو چې د کانونو د قانون له مخې، دغه شرکت سره چې پانګهیې اچولې او کار یې کړی، مرسته وکړو چې زیانیې جبران شي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په شمال کې د نفتو ګازو د کېندلو چارې چې تړونونهیې له ځینو معتبرو بهرنیو کمپنیو سره شوي وو، په ټپه ولاړې دي.
سربېره پر دې، اوس هم د افغانستان ډېری کانونه په غیر قانوني توګه کېندل کېږي او مواد یې په قاچاقي توګه له هېواده وځي.
د کانونو په برخه کې د همدغو ستونزو له امله د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد د لویو کانونو د کېندلو تړونونه، د یوه وخت لپاره ځنډولي دي.
راپور: خان محمد سیند