د روسیې، ایران، چین او پاکستان د استخباراتي ادارو مشرانو په اسلاماباد کې غونډه کړې، څو له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش د وسلهوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره پر شریکو اقداماتو سلا شي.
روسیې خبري اژانس انټرفکس دا خبره د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې د ویاند سرګي ایوانوف له خولې کړې ده.
نوموړي ویلي چې د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي نارشکین د سې شنبې په ورځ په اسلاماباد کې پهدې اړه جوړې شوې کاري غونډه کې برخه لرله.
روسي رسنۍ د ایوانوف له خولې وايي، د اسلاماباد د غونډې د برخهوالو ترمنځ پهدې اړه یو تفاهم شته چې د داعش د هغو وسلهوالو د مخنیوي لپاره دې هماهنګ اقدامات وشي چې غواړي په افغانستان کې ځای ونیسي او د ګاونډیو هېوادونو امنیت وګواښي.
نوموړي ویلي چې په اسلاماباد کې پهدې غونډه کې د افغانستان د کړکېچ په هواري کې د سیمهییزو ځواکونو د برخې اخیستو په اړتیا هم ټینګار وشو.
پاکستاني چارواکو د دې غونډې په اړه څه نهدي ویلي.
افغان حکومت او په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د داعش فعالیتونه محدود بولي او وايي، دې ډلې ته به اجازه ورنهکړي چې په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړي.