په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو کنفرانس لا هم دوام لري

په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو دوه ورځنی کنفرانس چې پرون پیل شوی و، نن هم دوام کوي.

د اسلامي همکاریو د سازمان او سعودي عربستان په ملاتړ په‎دې جوړ شوي کنفرانس کې د افغانستان د سولې پر لارو چارو بحث او خبرې کېږي.

دا کنفرانس پرون د سعودي عربستان په جده ښار کې پیل شو او ټاکل شوې چې نن د دې هېواد په سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې دوام وکړي.

په کنفرانس کې د ۴۳ اسلامي هېوادونو تر ۱۱۰ تنو زیات دیني عالمان برخه لري چې ۳۵ تنه‌یې د افغانستان دیني عالمان دي.

تمه ده چې د مکې مکرمې د نن ورځې د غونډې په پای کې به د اسلامي همکاریو د سازمان ۵۷ غړي هېوادونه یوه ګډه اعلامیه خپره کړي چې په‎کې به د افغانستان د جګړې په اړه خپل دریځ څرګند کړي.