د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د ناټو د مشرانو دوه ورځنۍ سرمشرېزه به د افغانستان په اړه په جلسه پای ته ورسوي.
سټولټبرګ چې د سې شنبې په ورځیې په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په درشل کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، پهدې غونډه کې به له موږ سره په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت نور شریکان هم برخه ولري.
د ناټو د عمومي منشي په وینا، د دې تړون غړي هېوادونه هم د ځواکونو د شمېر او هم تمویل له پلوه له افغانستان سره خپلې ژمنې زیاتوي.
سټولټنبرګ زیاته کړه:
"موږ شااوخوا درې زره نور روزونکي «د افغانستان» پر مأموریت ورزیات کړي. زه تمه لرم چې پهدې سرمشریزه کې به موږ تر ۲۰۲۰ میلادي کال اخوا د افغان ځواکونو د تمویل په تمدید سلا شو. همدارنګه به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د ابتکار او د هغه د حکومت د اصلاحاتو بشپړ ملاتړ په ډاګه کړو."
سټولټنبرګ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې هڅې وستایلې او ویېویل، دا ډېره مهمه ده چې د سیمې ټول هېوادونه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.
نوموړي وویل، په افغانستان کې زموږ حضور د دې لپاره دی چې دا هېواد بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځاله بدل نهشي.
د سټولنټبرګ په وینا دوی یو باثباته افغانستان غواړي او د دې هدف لپاره به افغانستان کې هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، طالبان باید پوه شي چې دوی د جګړې په ډګر کې څه نهشي ترلاسه کولای او باید چې د افغان حکومت سره خبرو ته کېني، څو یو سیاسي هواری ومومي.