پېښور کې د انتخاباتي کمپاین لپاره پر راټولو شویو خلکو برید شوی

د پاکستان پولیس وايي، په پېښور کې د انتخاباتي کمپاین لپاره پر راټولو شویو خلکو ځان وژونکی برید شوی چې د عوامي نېشنل ګوند د یو مشر په ګډون‌یې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي دي.

د پولیسو یو چارواکي قاضي جمیل خبریالانو ته ویلي، د سې شنبې د ورځې په‎دې برید کې تر ۳۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

د برید هدف د عوامي نېشنل ګوند د انتخاباتي کمپاین یوه غونډه وه.

چاودنه هغه مهال وشوه چې د ایالتي اسامبلۍ لپاره د دې ګوند کاندید هارون بلور د غونډې ځای ته ورسېده.

نوموړی په‎دې چاودنه کې وژل شوی دی.

هارون د بشیر بلور زوی و.

بشیر بلور خپله په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په یو ځان‎وژونکي برید کې وژل شوی و.

دا برید له هغې څو ساعته وروسته وشو چې د دې هېواد د پوځ ویاند د جولای د ۲۵مې نېټې له انتخاباتو مخکې د امنیتي ګواښونو خبرداری ورکړ.