د هلمند ولایت د لښکرګاه د لسمې حوزې پر کمربند بریدونه ډېر شوي دي.
د لسمې حوزې پولیسو ازادي راډیو ته ویلي دي چې وسلهوالو د هغه طالبانو پر ځای نور راوستي دي چې د حکومت سره تر درې ورځني اوربند وروستهيې د جنګ نه لاس اخیستی و.
په عین حال کې د سیمې خلک د حکومت نه د امن غوښتنه کوي او وايي غواړي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې په ازاد ډول برخه واخلي.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په دې اړه نور تفصیل وړاندې کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5