د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوعان نن سې شنبه اذربایجان ته ولاړ.
د ترکیې د جمهوري ریاست د انتخاباتو تر ګټلو وروسته، دا اول وار دی چې اردوغان اذربایجان ته ځي.
اذربایجان او ترکیه نږدې اړیکې او ګډ دښمن لري چې ارمنستان دی.
د هغه سفر د یوې ورځې لپاره دی، اردوغان به له هغه ځایه د قبرس ترک مېشتې برخې ته هم ورشي.
اردوغان پرون د نوې ریاستي دورې د پیل لوړه وکړه او ۱۶ کسیزه کابینهیې هم خلکو ته وروپېژندله.
د اردوغان په نوې کابینه کې د هغه زوم بیرات البیرق هم شامل دی چې د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر ټاکل شوی دی.
په ترکیه کې د اصلاحاتو د نوي سیستم پر اساس چې په یوه ټولپوښتنه کې تأیید شو، د صدراعظم څوکۍ لهمنځه ولاړه.
په ترکیه کې د اجرائیه قوې د رئيس په توګه اردوغان د فرمانونو صادرولو، د دولتي بودجې د طرحې او د بېړني حالت د اعلان صلاحیت لري.