په لوګر کې یو لومړنی ښوونځی سوځول شوی

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې نن د سې شنبې په ورځ سهار مهال د یاد ولایت د مرکز اړوند د شولک لومړنی ښوونځی سوځول شوی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب ازادي راډیو ته وویل چې په دې پيښه کې د ښوونځي ټول اسناد، مېزونه، څوکۍ، کتابونه او نور توکي په بشپړ ډول له‌منځه تللي دي.

ده د پېښې مرتکبین د علم د رڼایي او پوهنې دښمنان بللي دي:

"نن سهار شپږنیمې بجې د لوګر د مرکز اړوند د شولک د نجونو او هلکانو لومړنی ښوونځی د وسله‌والو له لوري سوځول شوی، په دې کې د ښوونځي اته ټولګي، دوه اداري خونې، یوه تحویل‌خانه او په ښوونځي کې شته اسناد، مېزونه، څوکۍ، د حاضري کتابونه، د زده‌کوونکو کتابونه او لابراتواري وسایل سوځول شوي دي."

شاپور عرب زیاته کړه چې یاد ښوونځی ۱۶ کاله مخکې تأسیس شوی او دا مهال ۲۲۰ نجونې او ۴۲۰ هلکان په‌کې زده‌کړې کوي.

له څو ورځو د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې هم د ځايي چارواکو په وینا د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا ۳۷ ښوونځي تړل شوي دي.

په دې اړه شاپور عرب وویل چې دوی د سیمې له قومي مخورو، دیني عالمانو، ولایتي شورا غړو او د زده‌کوونکو له والدینو سره په اړیکه کې دي او تر دوه درې ورځو به د محمداغې ولسوالۍ ښوونځي بېرته پرانیستل شي.