ولسونه: د هسکې مېنې ولسوالۍ زیاتې برخې له داعشه پاکې شوي

د هسکې مېنې ولسوالۍ زیاتې برخې له داعشه پاکې شوي.

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې د داعش پر ضد وروستي عمليات ګټور وو.

دوی وايي، د دې ولسوالۍ اکثره هغه سیمې چې پخوا به له داعش وسله‌والو سره وې، اوس پاکې شوي او داعشيان لیرو غرنیو سیمو ته په شا شوي دي.

د ننګرهار ولایتي اداره هم وايي چې دغه عمليات شااوخوا دوه مياشتې کېږي چې دوام لري او داعش وسله‌والو ته‌يې درانه تلفات اړولي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل چې په دې عملياتو کې د داعش وسله‌والو مهم مرکزونه تخریب شوي او د دې ډلې د رهبرۍ کسان څه وژل شوي او ځيني نور ژوندي نیول شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، په هسکه مېنې ولسوالۍ کې اوس هم د داعش پر ضد هوايي عمليات روان دي او په وینا يې چې هغه سیمې چې له داعش وسله‌والو پاکې شوي، هلته به امنيتي بېزونه جوړ شي.