د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر يو ۵۳ کلن قاضي د سترې محکمې د غړي په توګه معرفي کړ.
ډونالد ټرمپ تېره ورځ د برت کاوانا د معرفي کولو پر مهال وویل چې د امریکا په ستره محکمه کې د ښاغلي کاوانا ټاکنه يو غوره انتخاب دی.
برت کاوانا په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د امریکا د پخواني جمهور رئیس جورج بوش لهخوا په واشنګټن ډي سي کې د فدرال محکمې د قضیو د بیا کتنې د قاضي په توګه ګمارل شوی و.
د امریکا د قانون له مخې د ولسمشر ټرمپ لهخوا معرفي شوی قاضي باید د سنا نه د اعتماد رأیه ترلاسه کړي.
برت کاوانا پهداسې حال کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا د سترې محکمې د غړيتوب لپاره معرفي کېږي چې د دغې محکمې يو ۸۱ کلن غړي انتوني کندي خپله استعفا اعلان کړې ده.
ستره محکمه په امریکا کې تر ټولو لوړ قضايي بنسټ دی چې ۹ غړي لري.