اوکراین او اروپایي ټولنې یوه مهمه غونډه پیل کړې

اوکراین او اروپایي ټولنې یوه مهمه غونډه پیل کړې چې په هغه کې د کیف له لوري د اصلاحاتو پر هڅو او د روسیې له‎خوا د کریمیا د الحاق او دغه‌راز د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون‌پالو څخه د مسکو د ملاتړ په اړه بحثونه‌یې د اجنډا په سر کې دي.

وروسته له هغه چې د اوکراین او اروپایي اتحادیې ترمنځ د مشارکت او یووالي موافقه وشوه، دا لومړی ځل دی چې په بروکسل کې دا سرمشریزه جوړېږي چې د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو برخه په‎کې لري.

دغه موافقه چې په سپټمبر کې عملي شوه، د اروپا او اوکراین ترمنځ اړیکې پیاوړي کوي.

د دې موافقت‎نامې لومړني اسناد په ۲۰۱۳ میلادي کال کې لاسلیک شول، خو هغه مهال د اوکراین ولسمشر ویکتور یانوکویچ د مسکو تر فشار لاندې له هغه تر شا شو چې دې کار په اوکراین کې سخت اعتراضونه راوپارول او د دې سبب شول چې ویکتور یانوکویچ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې استعفا وکړي.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې تېره ورځ خپره شوه ویل شوي چې کیف د پراخ اداري فساد د له‎منځه وړلو او هم په دغه هېواد کې د سوداګریز کارو بار لپاره هڅې کړي دي.