په غور کې د وروستیو ناامنیو تر ډېرېدو وروسته شااوخوا زر کورنۍ د دغه ولایت له مرکز او شااوخوا سیمو څخه له خپلو کورونو وتلي او په فیروزکوه ښار کې ځای پر ځای شوي دي.
د دغه ولایت د کډوالو چارو رئیس عبدالرب غفوري ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د دغو بېځایه شویو د شمېر د ډېرېدو له کبله اندېښمن دي.
دی وايي:
"زموږ اندېښنې د تېرو کلونو او هم د سږ کال د کال د پیل په مقایسه ډېرې دي، ځکه د بېځایه شویو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي."
د ښاغلي غفوري په خبره دوی د خیریه مؤسسو په همکارۍ توانېدلي له دغو بېځایه شویو سره مرسته وکړي، خو وایي دا مرستې کافي نهدي.
ویل کېږي د طالبانو او نورو غیر مسؤله وسلهوالو ډلو بریدونه او وچکالي د دغو کسانو د بېځایه کېدو اصلي لاملونه دي.