میانمار دوه خبریالان د محرمیت له قانونه په سرغړاوي تورن کړل

د روېټرز خبري اژانس دوه خبریالان د روهنګیا اقلیت په اړه د راپورونو ورکولو په خاطر نن دوشنبه د میانمار یوې محکمې د دې هېواد د محرمیت له قانون څخه په سرغړاوي تورن کړل.

د دې محکمې قاضي وايي، ۳۲ کلن والون او ۲۸ سیوا هو چې برمایان دي، د جولای په ۱۶مه به د محکمې لومړنۍ غونډې ته حاضر شي.

د برما د قوانینو له مخې، هغو تورونو ته چې دا خبریالان ورسره مخ دي، تر ۱۴ کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدای شي.

د روېټرز خبري اژانس وايي، دا دواړه خبریالان بې‌ګناه دي او یوازې په برما کې د روهنګیايي مسلمانانو د ډله‌ییزې وژنې په اړه د راپورونو په ورکولو یې خپله دنده ترسره کړې ده.

دې دواړو خبریالانو د میانمار د امنیتي ځواکونو د هغو ځپونکو اقداماتو په اړه راپورونه چمتو کول چې له کبله‌یې تر ۷۰۰ زرو زیات روهنګیايي مسلمانان ګاونډي هېواد بنګله‌دېش ته وتښتېدل.