په ترکیه کې د اورګاډي د ټکر په پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي

په ترکیه کې د اورګاډي د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

پېښه پرون یکشنبه رامنځته شوې ده.

د ترکیې چارواکو ویلي، هغه اورګاډی چې ۳۶۰ مسافر په‌کې سپاره وو، د دې هېواد په شمال لوېدیځ تیکرداغ ولایت کې ناڅاپه له پټلۍ ووت.

د تیکرداغ والي محمد چیلان د ان ټي وي ټلوېزیوني چېنل ته ویلي چې پېښه د هوا د خرابوالي له کبله پېښه شوې ده.