چارواکي: په ارزګان کې له نامسؤله وسله‌والو وسلې اخیستل شوي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له غیر مسؤله وسله‌والو یې ۲۰ میله سپکې او درنې وسلې او ۲ رنجر موټر اخیستي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد معروف احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یادې وسلې او موټرونه‌يې په دغه ولایت کې د صالح محمد په نوم له یوه زورواکي څخه اخیستي دي.

نوموړی وايي، دغه لړۍ دوام لري او ډېر ژر به په دغه ولایت کې له ټولو غیر مسؤله وسله‌والو او زورواکو څخه وسلې او نور دولتي وسایل هم راټول کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان امام نظر ازادي راډيو ته ویلي وو چې په دغه ولایت کې ۴۱۰ میله سپکې او درنې وسلې له غیر مسؤله وسله‌والو سره دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې مرکزي حکومت په یو شمېر ولایتونو کې د ځايي زورواکانو خلاف اقدامات زیات کړي دي.