د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي او د حقوقي چارو یو شمېر پوهان وايي، د موازي ادارو جوړول د کاري تداخل او تشکیلاتي تورم یا پړسوب له رامنځته کولو پرته، نور کوم اغېز نهلري.
د څار په نوم له اداري فساد سره د مبارزې د یوې نوې ادارې د جوړېدو په هدف، د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له خپرېدو سره سم د مشرانو جرګې ځیني غړي او د حقوقي چارو پوهان وايي، د موازي ادارو جوړول د ستونزو او د اداري فساد د زیاتېدو لامل ګرځي.
د مشرانو جرګې د تقنین او عدلي او قضايي چارو د کمېسیون غړي مولوي غلام محیالدین منصف د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، د موازي ادارو جوړول د کاري تداخل او تشکیلاتي تورم یا پړسوب له رامنځته کولو پرته، کوم مؤثریت نهلري.
دی وایي:
"کاري تداخل پیدا کوي، په لویه څارنوالۍ کې اوس د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې یو معینیت جوړ شوی چې پخوا ریاست و، همدا شان څو کمېسیونونه موجود دي، د دوی ترمنځ کاري تداخل پیدا کېږي، بودجه غواړي او تشکیلاتي تورم زیاتېږي."
د ده په خبره، د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره ګڼې ادارې جوړې شوي، خو لاسته راوړنې نهلري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې، د اداري فساد پر ضد د مبارزې او د شکایتونو په صورت کې د اجرائیه ریاست په ګډون، د دولت د لوړپوړو چارواکو د فعالیتونو د څارلو په هدف، د څار په نوم یوه نوې اداره جوړېږي.
د فرمان له مخې، دغه اداره به یو مشر ولري، په چارو کې به خپلواکه وي او یوازې ولسمشر ته به ځواب ورکوونکې وي.
خو د مشرانو جرګې د تقنین او عدلي او قضايي چارو د کمېسیون غړی ښاغلی منصف وايي، په لوېې څارنوالۍ کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د معینیت او د تفتیش د مرکزي کمېسیون تر څنګ، له اداري فساد سره د مبارزې ګڼ کمېسیونونه موجود دي او د دوی تر څنګ د څار په نوم د یوې نوې ادارې جوړول د ستونزو د حل پر ځای، ستونزې ډېرولای شي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د مسؤلینو نظر ولرو، خو بریالي نهشو.
بلخوا د سیاسي او حقوقي چارو پوه ودیر ساپی وايي، که حکومت د څار د نوې ادارې په جوړولو سره د فساد پر ضد د مبارزې نورې ادارې چې پخوا جوړې شوي، منحل کړي، بیا نو د دغې ادارې جوړېدل مؤثر تمامېږي.
د سیاسي او حقوقي چارو پوه ودیر ساپی
نوموړي وویل:
"که ولسمشر غواړي چې خپل فرمان پلی کړي، خلکو ته دې وښيي چې د څار په څېر چې نورې ادارې جوړې شوي او برخلیک بهیې څه وي؟ که هغه لغوه او یوه اداره ترې جوړوي او رښتيني کسان پهکې ګماري، بیا نو ویلی شو چې ممکن دا کار سم وي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته، ولسمشر د خپل کار په لومړیو کې اعلان وکړ چې موازي ادارې به یا یوځای کېږي او یا به لغوه کېږي چې په دې لړ کې له فساد سره د مبارزې عالي اداره په لویه څارنوالۍ کې مدغم شوه.
ښاغلی ساپی وايي، اوس ګڼې ادارې شته چې ورته مسؤلیتونه لري او که له انتقاد سره مخ شي، په اسانۍ سره د خپلو کارونو پړه په نورو ادارو اچوي.
راپور: خان محمد سیند